د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د سنځدۍ له کانه د شپږو نورو کانکیندونکیو مړي را-اېستل شول


د بلوچستان په سنځدۍ کې د سکرو په یوه کان کې د میتېن ګېس له چاودنې په وژل شويو ۱۸ کانکیندونکیو کې تر اوسه د ۱۶ تنو مړي را-اېستل شوي او د دوو نور هغو د را-اېستلو چارې دوام لري.

له کوټي څخه ۴۰ کلو میټر لري وختیځ لور ته د سورنځ په سیمه کي د سنځدۍ په غرونو کې بېګا شپه د شپږو نورو کانکیدونکي مړي را-اېستل شوي او د دوو نورو هغو د مړیو را-اېستلو کار نن د جمعي په ورځ بیا پیل شوی دی.

د مزدورانو اتحادیې مشر سلطان لالا په وینا چې تر اوسه د ۱۶ مړیو په را-اېستلو کې دوی بری موندلی دی. په دوی کې پنځه هغه کسان دي چې د اتوار په ورځ د لاندې شويو ۱۳ کسانو د را-اېستلو لپاره کان ته ور شوه شوي ول خو په کان کې وه یا شته میتېن ګېس هغوی هم ټول ووژل.

د نوموړي په خبره دغه ډول پېښې تل د تېکه دارانو او د سکرو کانونو د مالکانو د نه پاملرنې له کبله رامنځ ته کېږي.

په کوټه کي د پاکستان سکرو کانکیندونکیو اتحادیې مرکزي مشرسلطان لالا مشال راډیو ته وویل چې په رااېستل شویو مړیو کې ډېری یې د سوات، دیر او شانګلې اوسېدونکي ول او د هغوی مړي یې خپلو سیمو ته لېږدولي دي.

د سکرو کانکیندونکیو اتحادیې مشران دا غوښتنه هم کوي چې په دغه ډول پېښو کې د ژول شويو کانکیندونکیو له کورنۍ سره مالي مرسته دې د ۲ لاکه پرځای ۱۰ لاکه کړل شي.

نور ولولئ

شانګلې ته بیا بیا د کانکیندونکیو مړي وړل کېږي

سردارخان د سکرو کانونو کې د مزدورانو د ژوند کیسه کوي

په کوټه کې د سکرو کانونو څار ادارې یوه مشر افتخار مشال راډيو ته وویل چې دا پېښه په کان کې د ګېس له امله شوې ده خو دوی خپلې پلټنې پیل کړې او چې چا هم لاپرواهي کړې وي پرضد به یې قانوني ګام پورته کېږي.

په پاکستان کې د سکرو کانونو کانکیندونکیو اتحادیې وايي، په هغه هېواد کې هر کال شاوخوا ۲۰۰ کسان د کانونو په بېلا بېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

شانګله د کانکیندونکیو هدیره

د شانګلې ضلعې یو مدني فعال وايي د دوی د سیمې ډېری خلک په درنګونو کې خواري او زیار باسي او ډېر یې د سکرو په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له مشال راډيو سره په خبرو کې د نوموړي وینا وه چې په سیمه کې ډېره زیاته غریبي ده او د دغه سیمې اتیا فیصده خلک د هېواد په لر او بر کې د سکرو کانونو کې کارونه کوي.

عبادالله خان وايي داسې اونۍ به نه وي چې د شانګلې یو تن دې په کان کې خپل ژوند نه وي بایللی د هغه په خبره په کال کې د شانګلې نېږدې درې درېنم سوه کسان د کویلو په کانونو کې مري.

په شانګله کې یو بل مدني فعال علي باش خان بیا د مرستو په موخه په کانونو کې د معذوره شویو کسانو شمېرې راټولوي. دی زیاتوي چې د ټولې ضلعې او په تېره د الپورۍ په څلورو یونین کونسلونو لکه پیر اباد، ډېرۍ، کوز کڼه او الپورۍ کې به داسې کور نه وي چې له کانونو سره تړیو غمیزو به نه وي ځپلی. د نوموړي په خبره نېږدې په هر درېم کور کې د سکرو/کویلې د کان یو مړی شوی دی، په هر درېم کور کې د کویلې د سینې یو ناروغه پروت دی. په هر درېم کور کې د یوه تن د ملا تیر/غاښی مات دی. او تر ټولو ځورونکی او ربړونکی غم دا وي چې په کور کې د سکرو کان له لاسه یو تن ټول ژوند درته وچن (مفلوج) پروت وي.

همداسې یو تن د دوو ماشومانو پلار ۲۸ کلن حسین علي دی، د مشال راډيو د دې پوښتنې چې د سکرو په کان کې کار تل خطرونو سره تړلی وي نو بیا ولې خلک کار پکې کوي نو د نوموړي ځواب وو چې دلته بېروزګاري ده، کارونه نه شته، ځکه خو خلک د کانونو مزدورۍ له ځي. دی وايي چې په کان کې دننه راباندې له غره یو کاڼی راپرېووت او په ملا یې ووهلم نو هغه وخت مې پښو کار پرېښود.

حسین علي وايي په شپاړس کلنۍ کې د سکرو کانونو کې مزدورۍ له تللی وو.

یو بل کانکیندونکی حفیظ الله وايي چې پلار او یو ورور یې هم په کانونو کې وژل شوي دي، ما هم په ۱۳ کلنۍ کې په درنګونو کې مزدوري کوله خو اوس مې مور نه پرېږدي.

دی وايي مور یې په ورور پسې لېونۍ شوې ده. هغه ورور مې په مټې ۲۲ کلنې وو چې په کان کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره یو اېن ډي پي د بې وزلۍ کچې په خپل یوه کلني راپور کې وايي چې د شانګلې څه باندې اتیا فیصده وګړي له هر-اړخیزې بې وزلۍ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG