د لاسرسي ځای

تازه خبر

''شانګله د کانکیندونکیو هدیره''


شانګله کې د ۲۰۱۵ ز کال د اکتوبر میاشتې زلزله کې د وژل شویو کسانو مړي خاورو ته سپارل شوي.
شانګله کې د ۲۰۱۵ ز کال د اکتوبر میاشتې زلزله کې د وژل شویو کسانو مړي خاورو ته سپارل شوي.

د شانګلې ضلعې یو مدني فعال وايي د دوی د سیمې ډېری خلک په درنګونو کې خواري او زیار باسي او ډېر یې د سکرو په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له مشال راډيو سره په خبرو کې د نوموړي وینا وه چې په سیمه کې ډېره زیاته غریبي ده او د دغه سیمې اتیا فیصده خلک د هېواد په لر او بر کې د سکرو کانونو کې کارونه کوي.

داسې کوربه نه وي چې له کانونو سره تړیو غمیزو به نه وي ځپلی. په هر درېم کور کې د سکرو/کویلې د کان یو مړی شوی دی، په هر درېم کور کې د کویلې د سینې یو ناروغه پروت دی.
مدني فعال علي باش خان

عبادالله خان وايي داسې اونۍ به نه وي چې د شانګلې یو تن دې په کان کې خپل ژوند نه وي بایللی د هغه په خبره په کال کې د شانګلې نېږدې درې درېنم سوه کسان د کویلو په کانونو کې مري.

په شانګله کې یو بل مدني فعال علي باش خان بیا د مرستو په موخه په کانونو کې د معذوره شویو کسانو شمېرې راټولوي. دی زیاتوي چې د ټولې ضلعې او په تېره د الپورۍ په څلورو یونین کونسلونو لکه پیر اباد، ډېرۍ، کوز کڼه او الپورۍ کې به داسې کور نه وي چې له کانونو سره تړیو غمیزو به نه وي ځپلی. د نوموړي په خبره نېږدې په هر درېم کور کې د سکرو/کویلې د کان یو مړی شوی دی، په هر درېم کور کې د کویلې د سینې یو ناروغه پروت دی. په هر درېم کور کې د یوه تن د ملا تیر/غاښی مات دی. او تر ټولو ځورونکی او ربړونکی غم دا وي چې په کور کې د سکرو کان له لاسه یو تن ټول ژوند درته وچن (مفلوج) پروت وي.

همداسې یو تن د دوو ماشومانو پلار ۲۸ کلن حسین علي دی، د مشال راډيو د دې پوښتنې چې د سکرو په کان کې کار تل خطرونو سره تړلی وي نو بیا ولې خلک کار پکې کوي نو د نوموړي ځواب وو چې دلته بېروزګاري ده، کارونه نه شته، ځکه خو خلک د کانونو مزدورۍ له ځي. دی وايي چې ''په کان کې دننه راباندې له غره یو کاڼی راپرېووت او په ملا یې ووهلم نو هغه وخت مې پښو کار پرېښود.''

حسین علي وايي په شپاړس کلنۍ کې د سکرو کانونو کې مزدورۍ له تللی وو.

شانګله
شانګله

یو بل کانکیندونکی حفیظ الله وايي چې ''پلار او یو ورور یې هم په کانونو کې وژل شوي دي، ما هم په ۱۳ کلنۍ کې په درنګونو کې مزدوري کوله خو اوس مې مور نه پرېږدي.''

دی وايي ''مور یې په ورور پسې لېونۍ شوې ده. هغه ورور مې په مټې ۲۲ کلنې وو چې په کان کې یې ژوند له لاسه ورکړ.''

د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره یو اېن ډي پي د بې وزلۍ کچې په خپل یوه کلني راپور کې وايي چې د شانګلې څه باندې اتیا فیصده وګړي له هر-اړخیزې بې وزلۍ سره مخامخ دي.

نور ولولئ

کوټه: د سکرو کان کې له ګېسه څلور مرستندویان وژل شوي

شانګلې ته بیا بیا د کانکیندونکیو مړي وړل کېږي

سردارخان د سکرو کانونو کې د مزدورانو د ژوند کیسه کوي

XS
SM
MD
LG