د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: پر مظاهره چیانو ځانمرګی برید، ګڼ مړه او ژوبل


د ننګرهار نقشه.
د ننګرهار نقشه.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي چې تر دې دمه د مومند درې ولسوالۍ د چاودنې له سیمې د مومند درې او غنيخېلو روغتون ته تر شلو زیات ټپيان ور وړل شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

خو د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي بیا رسنیو ته ویلي چې تر دې دمه د پېښې له سیمې اته تنه وژل شوي او ۳۵ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دغه لاریون د اچین ولسوالۍ د پېښې سیمې خلکو د دې ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان بلال باچا خلاف راوتلی وو او د ‌‌‌‌‌‌ډکې په سیمه کې یې د جلال اباد - تورخم لاره په احتجاج کې تړلې وه چې د خلکو په منځ کې چاودنه شوې.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG