د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د طالبانو یو قاضي او ډاکټر وژل شوي


د کندهار نقشه.
د کندهار نقشه.

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قاضي او ډاکټر په ګډون ۱۰وسله وال وژل شوي دي.

د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي لالا وايي، بېګاه شپه افغان ځانګړي ځواکونه د هوا له لارې د میوند ولسوالۍ د بند تېمور په هغه سيمه کې کښته شوي او عملیات یې تر سره کړي، چې وسله والو طالبانو غوښتل پر یوه نوې جوړه شوې پوسته برید وکړي.

حاجي لالا وايي، په عملیاتو کې د وسله والو د یوه قاضي او ډاکټر په ګډون ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي، د وسله والو یو ټانک او یوه زېرمه هم له منځه وړل شوې.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG