د لاسرسي ځای

تازه خبر

'عراق کې د ایران پر مشکوکو پوځي مرکزونو د بریدونو امکان نه شو ردولای'


د اسرایی دفاع وزیر ایویګدور لیبرمېن.
د اسرایی دفاع وزیر ایویګدور لیبرمېن.

د اسراییلو دفاع وزیر ویلي، هېواد به یې په عراق کې پر مشکوکو ایرانیو پوځي اهدافو د هوايي بریدونو کولو شونتیا (امکان) نه شي ردولای. په دا ورستیو کلونو کې اسراییلو په سوریې کې هم پر مشکوکو ایرانیو اسانتیاوو خونړي یرغلونه کړي دي.

اېويګدور لیبرمېن په دوشنبه په بیت المقدس کې یوې خبرې غونډې ته وویل، " اسراییلو په شام کې له ایرانیو ګواښونو سره تړلي هر څه څاري او دا هم جوتولو ته اړتیا لري چې موږ به یوازې د شام تر ځمکې محدوده نه یو. " د لیبرمېن دا بیان تر هغه وروسته مخې ته راغلی چې رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وویل، ایران په دا ورستیو کې لنډ واټن ویشتونکي بیلاسټیک توغندي عراق ته لېږدولې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ستمبر په لومړۍ نیټه ویلي ، د رویټرز دې خبر انديښمن کړي دي. بلخوا تهران او بغداد دواړو دا راپورونه رد کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG