امریکايي چارواکو د ملګرو ملتونو هغه ادارې ته د ټولو مالي مرستو بندولو اعلان کړی چې د فلسطیني کډوالو ملاتړ کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ د اګست پر ۳۱مه په یو بیان کې وویل، انتظامیه د دې معاملې په احتیاط سره جاج اخلي او ژمنه یې کړې ده چې امریکا به د ملګرو ملتونو د امدادي کارونو ادارې ته اضافي پېسي نه ورکوي.
د ملګروملتونو اداره وايي، شاوخوا پینځه میلیونه فلسطیني کډوالو ته مرستې ورکوي.
بلخوا فلسطیني مشرانو د امریکا د دې پرېکړې غندنه کړې ده او د فلسطین مشر محمود عباس دا پر فلسطینیانو یوه څرګنده برید ګرځولی دی.