د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ولسمشرۍ نوماندانو کیمپېن ته دوام ورکړی


په پاکستان کې قامي اسمبلي او سېنېټ او د ټولو صوبو اسمبلۍ نوی ولسمشر انتخابوي
په پاکستان کې قامي اسمبلي او سېنېټ او د ټولو صوبو اسمبلۍ نوی ولسمشر انتخابوي

پراګ - د پاکستان ولسمشریزو ټاکنو لپاره کانديدانو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې کیمپېن ته دوام ورکړی دی.

په دې لړ کې د اګست پر ۳۰مه، د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په کوټه کې او د پاکستان تحريک انصاف ګوند امېدوار عارف علوي په پېښور خبري غونډې وکړي.

مولانا فضل الرحمان وویل، اپوزیشن ګوندونو کوشش کړی چې د ولسمشرۍ ګډ نوماند ودروي خو داسې ونشول.

نوموړي له پیپلز ګونده ګیله وکړه: "که پيپلز ګوند د وزيراعظم په انتخاب کې ووټ اچولی وای نو د اپوزیشن ګوندونو کاميابي يقيني وه. د شهباز شريف او د عمران خان ترمنځ د ووټ فرق ته وګورئ نو که پيپلز ګوند ووټ ورکړی وای نو شهباز شريف به ګټلې وای. د پيپلز پارټۍ د ووټ نه اچولو له وجې عمران خان وزيراعظم شو. په دې لړ کې اپوزیشن ګوندونه له پيپلز پارټۍ څخه شکايت لري."

خو مولانا فضل الرحمن وويل چې دوی اوس هم له پيپلز پارټۍ سره په رابطه کې دي.

اړوند موضوعات:

" د پاکستان اپوزيشن په پيپلز پارټۍ د اتحاد کمزورلو تور لګوي"

علوي، فضل الرحمان او اعتزاز احسن د ولسمشرۍ نوماندان دي

د پاکستان ولسمشر څنګه ټاکل کېږي؟

بلخوا د ولسمشرۍ لپاره د پيپلز پارټۍ کانديد بيرسټر اعتزاز احسن د اګست ۳۰مې پر ماښام يوه شخصي ټېلېوېژن جي اېن اېن ته ویلي، د نورو ګوندونو غړي به هم ورته ووټ ورکړي.

د تحریک انصاف عارف علوي په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، په وړو صوبو کې د محرومۍ احساس زیات دی چې دی به یې د ورکولو هڅه وکړي:

"په ایين کې د ولسمشر ذمه واري ده چې د وفاق د ټولو برخو د یووالي هڅه به کوي. د وړو صوبو حقونو لپاره ډېر کار پکار دي. زموږ د ګوند مشر له ډېرو ازمېښتونو راوتلی دی او عمران خان ته د وړو صوبو د حقونو احساس دی."

ټاکل شوې چې په پاکستان کې د نوي ولسمشر انتخاب د سېپټېمبر پر څلورمه وشي.

د دې لپاره به د قامي اسمبلۍ، سېنېټ او ټولو صوبايي اسمبلیو انتخاباتي کالج جوړېږي او غړي به یې په خپلو رایو ولسمشر ټاکي.

XS
SM
MD
LG