د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر څنګه ټاکل کېږي؟


د پاکستان نقشه
د پاکستان نقشه

پراګ ـ د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي، د هیواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د برخه اخېستو لپاره دې امیدواران خپل کاغذونه د اګست د ۲۷مې تر غرمې دولسو بجو پورې جمع کړي.

الیکشن کمېشن د د اګست پر ۲۵مه، پر خپله ویبپاڼه یو بیان جاري کړی چې تر مخه یې، دا امیدواران خپل کاغذونه په پېښور، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او کوټه کې د یاد کمېشن له چارواکو سره جمع کولی شي.

د دې بیان ترمخه د امیدوارانو د کاغذونو کره کتنه به د اګست په ۲۹مه بشپړه شي او کوم امیدواران چې خپل کاغذونه واپس اخېستل غواړي د اګست تر ۳۰مې یې اخېستلی شي. له هغې وروسته به د امیدوارانو حتمي فهرست جاري کېږي.

د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ایین په رڼا کې یو الیکټورل یا انتخاباتي کالج جوړېږي چې پکې سېنېټ، قامي اسمبلي او څلور واړه صوبايي اسمبلۍ شاملې وي.

په دې انتخاباتو کې د سېنېټ او قامي اسمبلۍ د غړو یو یو ووټ دی او د صوبايي اسمبلیو د ووټونو حساب د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ د غړو په حساب کېږي.

دا چې د بلوچستان صوبايي اسمبلي ۶۵ غړي لري او ۶۵ ووټونه لري نو په هم دې حساب که څه هم د خېبر پښتونخوا، پنجاب او سند صوبايي اسمبلیو د غړو شمېره زیاته ده خو هره صوبايي اسمبلي ۶۵ ووټونه لري.

د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د غړیو شمیر ۱۲۴ دی نو د دې فارمولې مطابق د دوو صوبايي غړو په سر یو ووټ جوړېږي. دا راز د پنجاب د صوبايي اسمبلۍ د غړو شمېر ۳۷۱ دی نو د پنجاب اسمبلۍ تقریبا ۶ غړي یو ووټ لري.

هم دا شان د سیند د صوبايي اسمبلۍ د غړو شمېر ۱۶۸ دی او د درو غړو په سر یو ووټ جوړېږي.

اړونده موضوعات

عمران خان د پاکستان نوی وزير اعظم غوره کړل شو

جعلي وزیر اعظم نه منو. مولانا فضل الرحمن

اپوزيشن ګوندونو “ په پاکستان کې د ازادو او رڼو ټاکنو لپاره اتحاد” جوړ کړ


خبریال او څیړونکی شایق حسین وايي که څه هم تحریک انصاف او د هغوی اتحادي ګوندونه د وزیراعظم په انتخاب کې بریالي شوي وو خو د ولسمشر په انتخاب کې به د اپوزیشن لخوا د سختې مقابلې سره مخامخیږي.

نوموړی زیاتوي چې په وفاق کې تحریک انصاف واکمن دی خو په قامي اسمبلۍ کې واضحه اکثریت نه لري. دا راز په سینټ کې هم د اپوزیشن ګوندونو اکثریت دی نو تحریک انصاف به د ولسمشرۍ لپاره د خپل امیدوار د بریالي کولو لپاره پوره زور لګوي.

خو د شایق حسین په وینا پاکستاني سیاست ته په کتو سره داسې ښکاري چې د تحریک انصاف امیدوار به بریالی شي.

د ولسمشرۍ لپاره تحریک انصاف ډاکټر عارف علوي نومولی. دا راز د پیپلز ګوند لخوا د دې چوکۍ لپاره د چودري اعتزاز احسن نوم وړاندې شوی خو په دې لا هم د اپوزیشن ګوندونو اتفاق نه دی شوی.

د سېپټمبر په څلورمه به په سېنېټ، قامي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبايي اسمبلیو کې په یو وخت د پټې رایې اچونې په ذریعه د نوي ولسمشر انتخاب کیږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG