د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د پاکستان اپوزيشن په پيپلز پارټۍ د اتحاد کمزورلو تور لګوي"


اپوزيشن ګوندونه پاکستان مسلم ليګ (ن) او جميعت العلما اسلام (ف)تور پورې کوي چې پاکستان پيپلز پارټي په ولسمشريزه انتخاباتو کې له دوی سره په ملګرتيا نه کولو سره د مخافو ګوندونو اتحاد کمزوری کوي.

د مسلم ليګ نواز يو مشر سېڼېټر مشاهد حسېن سيد د نهې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې پيپلز پارټۍ لومړۍ د وزير اعظمۍ د څوکۍ په انتخاباتو کې د اپوزيشن کانديد شهباز شريف ته رايې ورنکړې او اوس په څلورم ستمبر د کېدونکو ولسمشريزو ټاکنو کې هم د اتحاد له نورو ګوندونو سره ملګرې نه ده.

په افسوس سره وايم چې موږ پوره کوشش وکړ چې د يوه متحده اپوزيشن بنياد کېږدو، بيا مشترکه دريځ خپل کړو او ګډ اميدوران ودروو خو د سپيکر، وزيراعظم او ولسمشر د څوکيو لپاره په داسې کولو کې بريالي نشو.
مشاهد حسين سيد

ددې سربيره چې اپوزيشن څو ورځې وړاندې په مري ښار کې په شوې غونډه کې فيصله وکړه چې د ولسمشر د څوکۍ لپاره به په ګډه يو اميدوار دروي خو چې کله د کاغذونو جمع کولو وخت راغلی نو پيپلزپارټۍ اعتزازاحسن او د اپوزيشن نورو لسو ګوندونو مولانا فضل الرحمن کانديډ کړ.

مشاهد حسېن وايي چې د پيپلزپارټۍ اقدامات اپوزيشن کمزوری کوي.

هغه زياته کړه،

(( په افسوس سره وايم چې موږ پوره کوشش وکړ چې د يوه متحده اپوزيشن بنياد کېږدو، مشترکه دريځ خپل کړو او ګډ اميدوران ودروو خو د سپيکر، وزيراعظم او ولسمشر د څوکيو لپاره په داسې کولو کې بريالي نشو.))

نوموړي زياته کړه چې د سپيکر د انتخاباتو پر مهال يې ګوند ووټونه د پيپلز پارټۍ اميدورار سيد خورشيد شاه ته ورکړل خو پيپلز ګوند د وزيراعظمۍ د څوکۍ لپاره د مسلم ليګ نواز اميدوار شهبارشريف ته رايې ورنکړې.))

ضروري نه ده چې اپوزيشن ګوندونه دې په هره خبره سره يوه خوله وي او نه هم له دې سره جمهوريت ته څه تاوان رسېږي.
نفيسه شاه

خو ددې سربيره هم مشاهد حسين وايي چې اوس هم ښه موقع ده چې د پاکستان د تاريخ تر ټولو پياوړی اپوزيشن رامنځ ته شي ځکه چې د جولای ۲۵ مې په ټاکنو کې اپوزيشن ګوندونو په مجوعي توګه دوه نيمه کروړه او واکمن ګوند تحريک انصاف يو نيم کروړ ووټونه ترلاسه کړي وو.

مشاهد حسېن پيپلز پارټۍ ته په اشاره سره وويل چې کېدای شي د ځينو خلکو څه مشکلات وي يا له مصلحتونو کار اخلي خو د دې هرڅه تاوان به جمهوريت ته رسېږي.

خو د پيپلز پارټۍ د اطلاعاتو مرکزي سيکټره نفيسه شاه له دې سره اتفاق نه کوي او وايي چې ضروري نه ده چې اپوزيشن ګوندونه دې په هره خبره سره يوه خوله وي او نه هم له دې سره جمهوريت ته تاوان رسېږي.

هغې زياته کړه،

(( موږ په مختلفو مسيلو له اپوزيشن سره ملګري يو خو چې کله د انتخاباتو خبره راشي نو هر ګوند خپل کانديد دروي او د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره موږ اعتزاز احسن خپل کانديد وټاکلې او مولانا فضل الرحمان هم وويل چې زه به د اعتزاز احسن لپاره د مسلم نواز ملاتړ ترلاسه کوم خو له بده مرغه مولانه صېب ځان پخپله کانديد کړ.))

ټاکل شوې ده چې د پاکستان قامي اسمبلۍ ، سېنېټ او صوبايي اسمبلۍ غړي به د ستمبر پر څلورمه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې اچوي.

خو د جميعت العلما اسلام يو مشر مولانه ګل نصيب بيا وايي چې د نفيسه شاه دا خبره رښتيا نه ده البته دده په وينا چې له اعتزاز احسن سره يوازې خپل ګوند پيپلزپارټي ولاړه ده او پر مولانا فضل الرحمان د اپوزيشن زياتره ګوندونو اتفاق کړی دی.

که يو خوا اپوزيشن د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د شريک کانديد په درولو کې تر دې دمه ناکامه دی خو بل خوا حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف عارف علوي د يادې څوکۍ لپاره خپل کانديد غوره کړی دی.

ټاکل شوی د پاکستان د قامي اسمبلۍ ، سېنېټ او صوبايي اسمبلۍ غړي به د ستمبر پر څلورمه د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره رایې اچوي.

د اوسني ولسمشر ممنون حيسن د واک موده به د ستمبر پر نهمه نېټه پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG