د لاسرسي ځای

تازه خبر

علوي، فضل الرحمان او اعتزاز احسن د ولسمشرۍ نوماندان دي


د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو نوماند مولانا فضل الرحمان دی
د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو نوماند مولانا فضل الرحمان دی

پراګ - د اګست پر ۲۷مه، په پاکستان کې تحریک انصاف او مخالفو ګوندونو د ولسمشرۍ څوکۍ ته د خپلو نوماندانو کاغذونه جمع کړي دي.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه د اګست پر ۲۵مه په مري کې تر ګڼګوندي غونډې وروسته هم د یو نوماند په نوم سلا نشول.

دوی هغه مهال اعلان کړی وو چې د اګست پر ۲۶مه به د شریک نوماند نوم اعلان کړي خو داسې یې ځکه ونکړل چې مسلم لیګ (ن) د پیپلز ګوند د اعتزاز احسن پر نامه توافق نه کاوه.

مسلم لیګ (ن) پیپلز ګوند ته ویلي ول چې بل امېدوار دې د ولسمشرۍ څوکۍ انتخاباتو ته ودروي خو د پیپلز ګوند مشرتابه و نه منله.

د جولای پر ۲۵مه په انتخاباتو کې تحریک انصاف په قامي اسمبلۍ کې زیاتې څوکۍ وګټلې او عمران خان وزیراعظم شو
د جولای پر ۲۵مه په انتخاباتو کې تحریک انصاف په قامي اسمبلۍ کې زیاتې څوکۍ وګټلې او عمران خان وزیراعظم شو

تر دې وروسته مسلم لیګ (ن) او نورو اپوزیشن ګوندونو د متحده مجلس عمل په نوم د ګوندونو اتحاد او د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان څوکۍ ته کاندید کړ او هغه د اګست پر ۲۷مه د نوماندۍ کاغذونه داخل کړل.

اړوند مطلب:

د پاکستان ولسمشر څنګه ټاکل کېږي؟

د پیپلز ګوند اعتزاز احسن او د واکمن تحریک انصاف ډاکتر عارف علوي هم خپل کاغذونه داخل کړل چې انتخاباتي افسر به یې د اګست تر ۲۹مې جاج اخلي.

د نوماندانو نوملړ د اګست تر ۳۰مې وروسته خپرېږي او تر هغه وخت هر امېدوار کولای شي چې خپل کاغذونه بېرته واخلي یعنې له نوماندۍ په شا شي.

تر دې وروسته د پاکستان قامي او صوبايي اسمبلۍ او د سېنېټ غړي ولسمشر ټاکي.

ټاکل شوې چې د ولسمشر انتخاب د سېپټېمبر پر څلورمه وشي.

XS
SM
MD
LG