د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بشري حقونو کمېشن پر رسنیو بندیزونو اندېښمن کړی


د ۲۰۱۸ز کال له پیل راهیسې په پاکستان کې پر رسنیو محدودیتونه لګېدلي
د ۲۰۱۸ز کال له پیل راهیسې په پاکستان کې پر رسنیو محدودیتونه لګېدلي

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په هېواد کې پر رسنیو د بندېزونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اګست پر ۲۹مه د ادارې رپورټ تر خپروېدو وروسته یوه خبري غونډه کې د وفاقي او صوبايي حکومتونو په ګډون پر نورو ادارو غږ شوی چې په ملک کې د بیان او د اظهار ازادۍ پرضد د غیر قانوني مداخلې مخه نیولو لپاره باید کوټلي ګامونه پورته کړل شي.

په رپورټ کې د پاکستان بشري حقونو کمېشن د میډیا خلاف د بندېزونو لپاره حکومت او امنیتي ادارې ذمه واره وګرځول او وې ویل چې پکار ده د اخبارونو په تقسیم کې مداخلت او د ټي وي چینلونو پرضد پابندیانې دې له منځه یوړل شي.

د اېچ ار سي پي ویاند ای اې رحمان وویل په ځېنو سیمو کې د ډان، دي نیوز او جنګ ورځپاڼو پر تقسیم پابندي ده خو دا نه ده معلومه چې دا بندېز چا لګولی دی.

نوموړي وویل، په میډیا کې د وېرې ماحول جوړ دې چې باید مخنیوي یې وشي.

حکومت یا امنیتي ادارو د دغه رپورټ په اړه لا څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG