د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس لوی پوځي مشقونه پیلوي


د روس پوځي ځواکونه.
د روس پوځي ځواکونه.

د روس دفاع وزیر سرګې شویګو وایي، هېواد به يې راتلونکې میاشت لوی پوځي مشقونه چې له ۱۹۸۱ کال راهېسې ساری نه لېدل کېږي، ترسره کوي.

د روس خبري اژانسونو د شویګو له خولې ويلي چې په دغو مشقونو کې به چې هغه د وستوک ۲۰۱۸ په نوم یاد کړي، تقریبا درې لاکه پوځیان او له زرو زیاتې الوتکې برخه اخلي.

دغه پراخ پوځي مشقونه به د روس په مرکزي او ختیځو هغو سیمو کې چې پوځي سیمې بلل کېږي ترسره شي او د روس د پاسفیک او شمال بحري ځواکونه او د دې هیواد ټول هوایي تولګيان به پکې برخه اخلي.

دغه اعلان په داسې حال کې کېږي چې د روسیې او لویدیځ اړېکې د سړې جګړې له وخت راهیسې په ۲۰۱۴ز کال د کریمیا د الحاق، د اوکراین په ختیځ او د شام په جګړو کې د دې هیواد د مداخلې او هم د امریکا او يورپ په انتخاباتو کې د مسکو د مداخلې د دعوو پر سر خرابې شوې دي.

XS
SM
MD
LG