د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د افغان ولسمشر د مشروط اوربند هرکلی وکړ


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کینګ.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کینګ.

چین د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د مشروط اوربند د وړاندیز هرکلی وکړ.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لو کینګ د اګست پر ۲۲مه په پیکنګ کې خبرې غونډې ته وویل، دا د چین له زړه غوښتنه ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.

د افغانستان ولسمشر د یکشنبې په ورځ له طالبانو سره درې میاشتنی مشروط اوربند اعلان کړ.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پرته له دې چې د طالبانو نوم یاد کړي، وویل چې دی هیلمن دی چې نور لورې هم د پخلاینې پر خوا روان شي، له شخړو لاس واخلي او د افغانانو ترمنځ د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG