د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د نقیب الله مسود د وژنې مقدمې اورېدنه وځنډېده


نن د چارشنبې په ورځ په کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د وژل شوی وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود د وژنې مقدمې اورېدنه د مې تر ۱۴مه وځنډوله.

نن عدالت ته په مقدمه کې ملزم د کراچۍ پوليسو پخوانۍ افسر راو انوار وړاندي نشو او د هغه وکيل عدالت ته وويل چې هغه ناروغه دی ځکه حاضرېدای نه شي.

د راو انور عدالت ته د نه حاضرېدو پرضد مدني فعالانو او د نقيب الله مسود کورنۍ احتجاج وکړ.

نقیب الله مسود د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر دریمه نېټه په کراچۍ کې تښتول شوی وو او پر ۱۳مه یې مړی ومیندل شو.

د سيند حکومت له خوا جوړې شوې پلټنېزې کمېټۍ راو انوار د نقيب مسود په وژنه تورن کړی وو خو هغه تر اوږد فراريتوب وروسته ځان حکومت ته حواله کړ.

د نقيب مسود د وژنې په اړه په ټول پاکستان کې احتجاجونه شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG