د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: اقتصادي راهدارۍ کې د هيڅ کوم هېواد مداخله نه منو


د پاکستان بهرنیو چارو نګران وزیر عبدالله حسین هارون د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي، د پیسو د نړیوال صندوق یا (ای اېم ایف) څخه د پورونو د اخېستو له چین سره د خپل هېواد د اړیکو او اقتصادي راهدارۍ په معاملو کې به د هېڅ کوم هېواد مداخله ونه مني.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جولای په ۳۰مه وویل، د پیسو په نړیوال صندوق یا (ای اېم ایف) کې د امریکا د ټېکس ورکونکیو پیسې هم شاملې دي، نو پاکستان ته د پورونو په ورکولو کې دې دغه اداره له احتیاط کار واخلي.

مایک پومپیو دا هم ویلي وو چې د امریکايي ټېکس ورکونکیو پیسې باید د چین جېب ته لاړې نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG