د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا چین او روسیه د پاکستان پوځي او نور ضروریات پوره کولای شي؟


د اېف - ۱۶ الوتکو په ګډون د پاکستان زیاتره جنګي سامان امریکايي دی
د اېف - ۱۶ الوتکو په ګډون د پاکستان زیاتره جنګي سامان امریکايي دی

پراګ - د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر خان ویلي، هېواد یې له چین او روسیې سره اړیکي پراخوي.

نوموړي د برتانیې فنانشل ټایمز ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، امریکا له پاکستان سره د همکارۍ پر ځای ((د جزا ورکولو او انتقاد لار غوره کړې)) نو ځکه دوی خپلې ((بهرنۍ او امنیتي تګلارې)) داسې برابروي چې د مسکو او بیجنګ تر څنګ له اروپا سره هم اړیکي پیاوړي کړي.

خرم دستګیر خان وايي، اسلام اباد به اوس د پوځي سامانونو او وسلو لپاره هم زیاته توجه روسیې او چین ته ورکوي او زیاتوي چې په تېرو درو کلونو کې یې له روسیې څخه هېلېکاپټرې اخیستي دي.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي ول، پاکستان ورڅخه ((۳۳ اربه ډالره)) اخیستي خو د ترهګرۍ پر ضد یې سمه مبارزه نه ده کړې. تر ټرمپ وروسته یو شمېر امریکايي لوړپوړو چارواکو هم پر پاکستان تور پورې کړ چې وسله والو ته پټنځایونه ورکوي او ملاتړ یې کوي.

اسلام اباد تل دا تور رد کړی.

د جنورۍ په پیل کې امریکا پر پاکستان د شاوخوا دوه اربه ډالرو پوځي مرستې بندې کړې چې له کبله یې د دواړو هېوادونو تعلقات لا خراب شول.

پاکستان له لسیزو راهیسې له امریکا سره پوځي اړیکي لري او زیاتره وسلې، جنګي سامان او پرزې له هغه هېواده اخلي.

پاکستان امریکايي ولسمشر نهیلی کړی: مېک ماسټر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:54 0:00

خو ایا اسلام اباد کولای شي چې د واشنګټن له مرستو بغیر خپل پوځي او امنیتي ضروریات پوره کړي؟

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو پوه او پخوانی جنرال طلعت مسعود ګڼي چې دا ممکنه ده ځکه چې پاکستان وار له مخه له چینه پوځي سامان اخلي:

((پاکستان د وسلو د نظامونو لپاره له اوږدې مودې راهیسې په چین تکیه کړې او دې ته دوام ورکوي. اوس پاکستان د وسلو اخیستو لپاره روسیې ته هم مخه کړې. نو زما په فکر، موږ باید پر دې پوه شو چې هر هېواد په امریکا متکي نه دی. نور هېوادونه هم وسلې او دفاعي نظامونه جوړوي او پاکستان یې خپله هم جوړوي.))

هېلې: افغانستان چې پر سم لوري روان شي، پاکستان یې په شا بیايي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:30 0:00

په اسلام اباد کې د نړیوالو چارو پوه بیرسټر زاهد سعید تر څه حده له جنرال مسعود سره همنظره دی خو وايي، پاکستان امریکا ته ډېر ضرورت ځکه لري چې په هغه هېواد کې زیاتې وسلې امریکايي دي:

(([چین یا روسیه] ټول [ضرورتونه] نشي پوره کولای. ځکه زموږ [جنګي سامان] لکه اېف – ۱۶ الوتکې وغیره خو امریکايي دي. د دې پرزې هم امریکايي دي.))

بیرسټر زاهد سعید وايي، له پاکستان سره بل انتخاب نه وو پاتې ځکه یې فکر وکړ چې د خپلې بهرنۍ او امنیتي تګلارې سمت بدل کړي:

((له امریکا سره تعلقات ساتل په کار دي. خبره دا ده چې بل [انتخاب نه وو]. امریکایانو [پر پاکستان] دومره [سخت] دباو راوست چې د دې [نتیجه] همدا وه چې پر چین او روسیې [تکیه] زیاته شوه.))

بیرسټر سعید زیاتوي چې له پوځي مرستو علاوه، امریکا له پاکستان سره ملکي مرستې هم کوي چې هغه چین یا روسیه نشي کولای نو ځکه اسلام اباد ته په کار دي چې له واشنګټن سره د اړیکو د ښه کولو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG