د افغانستان په سرښار کابل کې د سولې حرکت د اګست پر نهمه يوه غونډه کوي.
د دې حرکت وياند بسم الله وطندوست د اګست پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې په دې غونډه کې به د هېود له بېلابېلو سيمو خلک برخه اخلي او احتجاجي جلسې ته به ورته وي.
د سولې حرکت د جون په مېاشت کې له هېلمند څخه پېل او تر۳۸ ورځې پېدل سفر وروسته کابل ته ورسېد.
دوی اوس هلته د احتجاج په توګه خېمې وهلې او د سولې د مذاکراتو پېلولو غوښتنه کوي.
افغان حکومت او ناټو ځواکونو د دې کار ملاتړ ښودلی دی.
طالبانو د سولې له مذاکراتو پېلولو انکار کړی او وايي لومړی دې د بهرنيو ځواکونو وتلو ته يو مهال ويش وټاکل شي.