د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران پرضد د امریکا د لومړي پړاو ځینې بندېزونه


د امریکا او ایران بیرق.
د امریکا او ایران بیرق.

د ایران پرضد د امریکا د لومړي پړاو ځینې بندېزونه د اګست پر اوومه بیا پر دغه هېواد ولګول شو.

دا بندېزونه د ۲۰۱۵م کال د ایران د اټومي موافقې له مخه نرم شوي وو.

د اوسني ګام له مخه په امریکايي ډالر کې د ایران د تجارت صلاحیت، د هېواد د ګاډو صنعت، د کمرشل هوايي جازونو ، د سرو زرو په ګډون د اوسپنې اخیستو او د ایرانيو قالینونو د خرڅولو صلاحیت به اغېزمن شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د یو صدارتي فرمان له لارې یې بیا د تهران پرضد بندیزونه ولګول، د سه شنبې په ورځ یې په ټویټر پاڼه لیکلي چې هر هغه څوک چې له ایران سره تجارت کوي له امریکا سره به سوداګري نه شي کولای.

نوموړي وویل چې یوازې په نړۍ کې د امن غوښتونکی دی.

د ایران د تیلو د شعبې او مرکزي بانک پرضد بندېزونه به په نومبر میاشت کې بیا بحال شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG