د لاسرسي ځای

تازه خبر

العبادي: پر ایران د امریکا له بندیزونو سره موافق نه‌ یو


د عراق وزیر اعظم حیدر العبادي.
د عراق وزیر اعظم حیدر العبادي.

د عراق وزیراعظم حیدر العبادي د اګست پر اوومه ویلي چې روانه اوونۍ پر ایران د امریکايي بندېزونو له بیا بحالیدو سره اتفاق نه کوي خو د هېواد د ګتو د خوندیتوب لپاره به ورباندې عمل کوي.

په بغداد کې د یوې خبري غونډې پر مهال عبادي وویل چې د اصولو له پلوه دوی په سیمه کې د بندېزونو خلاف دي ځکه چې پابندیانې او محدودیتونه حکومتونه نه بلکې ټولنې کمزورې کوي.

نوموړي دا بندېزونه یوه سټراټيژيکي غلطي وبلله خو وې ویل چې د خپل ولس د ګټو لپاره به یې بیا هم درناوې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې چې له تهران سره سوداګري کوونکي کمپنیانې به امریکايي منډیانو ته د رسايي اجازت و نه لري.

عراق له ایرانه د تیلو د مصنوعاتو علاوه د نورو شیانو اخیستونکی دویم لوی هېواد دی چې تېر کال یې ترې د شپږ بلینو ډالرو برابر سامان درامد کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG