د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران د نویو بندېزونو جزیات اعلانوي


د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یکشنبه خبریالانو ته وویل، واشنګټن به بیا پر ایران بندېزونه ولګوي.

امریکا تر هغه وروسته پر ایران د بندېزونو د بیا لګولو پرېکړه وکړه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره مې میاشت کې له ایران سره له نړیواله اټومي تړونه ووت.

مایک پامپیو وویل، د بندېزونو په لګېدو سره به د ایران حکومت نور و نه‌ توانېږي چې ډالر وپېري.

نوموړي وویل، نوي بندېزونه به د ایراني غالیو صنعت په ګډون د دې هېواد صنعتي کارخانې په نښه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG