د لاسرسي ځای

تازه خبر

سودېکسو کمپنۍ وايي په کابل کې یې درې غړي وژل شوي


په کابل کې د سودېکسو کمپنۍ د کارکونانو وژنې په اړه غبرګون.
په کابل کې د سودېکسو کمپنۍ د کارکونانو وژنې په اړه غبرګون.

د خوراکي موادو شرکت سودېکسو چارواکي وايي، په افغانستان کې د درو کارکوونکو وژنې سخت ټکان ورکړی دی.

د سودېکسو مرکز په فرانسه کې دی او په افغانستان کې ۲۳۰ کارکوونکي لري.

دې شرکت بېګا تایید کړه چې په کابل کې یې درې کارکوونکي وژل شوي دي.

وژل شوي کسان د هند، ملاېشیا او د مقدونیې ول.

سودېکسو په نړۍ کې د خوړو برابرولو دویم لوی شرکت دی او ویلي یې دي چې د خپلو کارکوونکو د وژنې د پېښې په پلټنو کې له افغان حکومت سره یو ځای کار کوي.

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی وو چې د کابل په موسهي ولسوالۍ کې یې د درو بهرنیانو مړي موندلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG