د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: پر کډوالو چارو ریاست ډله ییزه برید ۱۵تنه وژلي


په ننګرهار کې ډله ییزه حمله ۱۵کسان وژلي.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو په ریاست د تېرې ورځې په ډله ییزه حمله کې ۱۵تنه وژل شوي او ۱۵نور ټپیان شوي دي.

دغه حمله چې د سېشنبې په غرمه نږدې ۱۲بجې پیل شوه شپږ ساعته یې دوام وکړ.

ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي،له نن ورځې د جلال اباد ښار امنیت د نورو ځواکونو ترڅنګ د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د سېشنبې په ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې د کډوالو د چارو پر ریاست وروستي برید ته په اشارې وویل چې د ننګرهار د والي او د دې ولایت د اوسیدونکي په توګه ورته نور د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې روان امنیتي وضعیت د منلو وړ نه دی نو ځکه یې د ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

XS
SM
MD
LG