د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان د سه شنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته ټیلېفون کړی او په انتخاباتو کې یې د دغه ګوند پر کامیابۍ ورته مبارکي ویلې ده.
د پاکستان سرکاري راډیو خبر ورکړی چې دواړو مشرانو د ترکي او پاکستان د ښو اړیکو پر پراختیا هم له یو بل سره خبرې کړي دي.
د عمران خان تحریک انصاف د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې تر نورو ګوندونو زیاتې چوکۍ ګټلې دي.
خو ټول ګوندونه وايي چې د جولايي پر ۲۵مه په تر سره شوو انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي.