د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجسکتان د بهرنيانو د وژل کېدو د پېښې څېړلو لپاره ځانګړې ډله جوړه کړې


د تاجکستان چارواکي وايي چې د څلورو ساييکل چلونکو د وژلو د پېښې په پلټنو کې د ترهګرۍ اړخ هم څېړي.

چارواکي وايي چې د هېواد په ختيځ کې چې کله سايیکل چلونکيو پر سړک له ګاډي سره ټکر وکړ نو پر دې مهال د يوه حمله کوونکي په لاس کې ټوپک او چاقو وو.

د کورنيو چارو وزير رمضان رخيموف د دوشنبې پر ورځ ويلي چې د پېښې د څېړلو لپاره يې د حکومتي چارواکو يوه ځانګړې ډله جوړه کړې ده.

په وژل شويو کې دوه امريکايان، يو هالېډی او يو سویس وګړی دی.

دا پېښه چې دنغاره په سيمه کې د جولايي پر ۲۹ مه شوې ده پکې درې بهرنيان زخميان هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG