په افغانستان کې د طالبانو ځيني مشرانو او د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا استازې الیس ویلز روانه اونۍ د قطرپه دوحه کې سره کتلي دي .
معتبرو سرچینو د شنبې په ورځ مشال راډیو ته ویلي چې د ملاقات موخه د سولې د خبرو لپاره زمینه برابرول وو.
سرچینې وايي چې دا ملاقاتونه د تیر ګل په ورځ شوي دي.
له امریکايي چارواکیو سره د خبرو لپاره د طالبانو د پلاوي مشري په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشر شیرمحمد عباس کړې ده.
امریکايي چارواکیو په رسمي توګه لا د دې خبر پخلی نه دی کړی.
دا خبرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ورځې وړاندی خپلو سفیرانو ته له طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو لپاره د لارې هوارولو ویلي وو.