د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني: یو تن ۱۰ کسان په چاقو وهلي دي


د جرمني په هیامبرګ ښار کې د پیښې له ځای نه پولیس راتاو دي
د جرمني په هیامبرګ ښار کې د پیښې له ځای نه پولیس راتاو دي

چارواکي وايي يو تن چې په خټه ايرانی دی د جرمني په شمالي برخه کې يې په بس کې دننه ۱۰ کسان په چاقو ژوبل کړي دي.

چارواکو د جمعې پر ورځ وويل چې لاهم معلومه نه ده چې مشکوک بریدګر له کومې ترهګرې ډلې سره تړاو لري او که نه؟

چارواکو لومړی د ژوبل کسانو شمير ۱۴ ښودلی وو خو بيا يې دغه شمېره راکمه کړه. په ژوبل کسانو کې لږ تر لږه د دريو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

چارواکو ويلي دي چې ۳۴ کلن مشکوکه بریدکونکی په ايران کې زېږېدلی خو له ډېر وخت راهیسې په جرمني کې میشت دی او د دې هېواد تابعيت لري.

ټاکل شوې چې دغه بريد کونکی به نن [شنبه] عدالت ته وړاندې کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG