د لاسرسي ځای

تازه خبر

‎ننګرهار: د موټر بم برید مخه ونیول شوه


د ننګرهار چارواکي وایي چې د مومندرې ولسوالۍ په ۲۷مې ویالې سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې یو عراده موټر چې په کې چاودیدونکې توکي ځای پر ځای شوي وو، کشف او له لمنځه یوړل شو.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وايی: ترهګرو ډلو غوښتل،چې د ځانمرګي بریدګر په وسیله د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو بازار سیمه کې موټر بم چاودنه وکړي،چې د کشفي او امنیتي ځواکونو له لورې یې له وړاندې مخه ونیول شوه.

د ده په خبره د یاد موټر بم د نیولو او د له منځه وړلو له امله نن (پنجشنبه) د غرمې له دولسو بجو څخه تر دوو بجو پورې د جلال اباد ـ تورخم لویه لاره هم تړل شوې وه .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG