د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې د پاکستانۍ روپۍ مخنیوی پیل شوی


د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي، په دغه ولايت کې یې د افغانيو د چلښت او د پاکستانۍ کالدارو د مخنيوي په موخه منظم کمپاین روان دی.

نصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه کمپاین سبب شوی چې په دې ولایت کې اتیا سلنه د کالدارو د چلښت مخه ونیول شي.

د ښاغلي علمیار په وینا د کالدارو د چلښت په مخنیوي سره به اقتصادي ثبات تامین شي.

نوموړي وویل په دغه کمپاین کې سوداګر او دولتي چارواکي ګډون لري او ترهغه به دوام وکړي څو په دغه ولایت کې د کالدارو چلښت مخنیوی وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG