د پنجاب صوبې پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل، پر شېخ افتاب احمد او د هغه پر زوی سلمان سرور د دوشنبې په ورځ ناوخته هغه مهال د اټک په سیمه کې برید وشو چې له یوې انتخاباتي غونډې خپل کور ته ستنېدل.
پولیس وايي د افتاب احمد په موټر درې مرمۍ لګیدلې خو نوموړی له برید روغ وتلی دی. د نوموړی زوی سلمان سرور د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته ولاړ دی.
شیخ افتاب احمد د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې د مسلم لیګ ن امېدوار دی. نوموړې د پاکستان د پخوانی وزیر اعظم نواز شریف په کابینه کې د وزیر په توګه کار کړی دی.
په پاکستان کې انتخابات د جولای په ۲۵ مه نیټه ترسره کیږي.
سږ کال ددې انتخاباتو لپاره روانې انتخاباتي مبارزې د تاوتریخوالي له یوې څپې سره مخ دي.
د سیاسي چارو شنونکي په پاکستان کې اوسنی وضیعت د سیاسي کارکنانو، خبریالانو او په دې هېواد کې د پوځ مخالیفو څېرو د ځپلو هڅه بولي.
د جولای په ۱۳ مه نیټه په بلوچستان ایالت کې د یوې انتخاباتي غونډې پر مهال یوې ځانوژونکې حملې د یو سیمه ایز امېدوار په شمول ۱۵۰ کسان ووژل او تر ۱۸۰ زیات نور یې ټپیان کړل. په همدې ورځ په بنو کې په یوه غونډه کې چاودنې لږ تر لږه ۴ کسان وژلي وو.
تر هغې مخکې په پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند په یوه غونډه کې چاودنه شوه چې لږ تر لږه شل کسان په کې ووژل شول. په وژل شویو کې د دې ګوند یو مخکښ کاندید هارون بلور هم شامل و.