د لاسرسي ځای

تازه خبر

توحیدي: په افغانستان کې له خبریالانو سره تشدد زیات شوی


په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېدې یو مشر صدیق الله توحیدي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي د روان کال له پیله تر دې دمه په دغه هېواد کې ۱۱ خبریالان وژل شوي دي.

د کمیټۍ یو مشر صدیق الله توحیدي د چارشنبې په ورځ په مزار شریف کې وویل،سږ کال د تېر په پرتله له خبریالانو سره د تشدد پېښې ۲۰ فیصده زیاتې شوي دي.

نوموړي واييو د خبریالانو وژل او په مرګ د هغوی ګواښل د ترهګرو ډلو له لورې په ځانګړي ډول د داعش او طالبانو له خوا شوې دي.

ده وویل. د حکومت او امنیتي ادارو مربوط کسان په دوهمه کچه کې راځي دوی د زورزیاتي او ګواښ د ۳۶ قضیو مسووله دي. دا ګواښنې، وهل ډبول، غال او داسې نور موارد دي.

په افغانستان کې د خبریالانو حقونو دفاع کونکي ویره لري چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو له نږدې کېدو سره ښایي زورواکي په ولایتونو کې نور هم پر خبریالانو فشارونه زیات کړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG