د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاکنو کمېشن د انتخاباتو شفافيت په اړه شکونه ردوي


د انتخاباتو کمېشن ډاډ ورکوي چې ټاکنې به شفافې وي
د انتخاباتو کمېشن ډاډ ورکوي چې ټاکنې به شفافې وي

د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي د حکومت سره په شريکه د سياسي ګوندونو د انتخاباتي کمپاينونو د خوندي کولو لپاره کار کوي تر څو هغه شکايتونه ختم شي چې ځيني سياسي ګوندونو او د بشري حقونو ادراو د مساوي موقعو د نشتوالي په اړه کړي دي.

د دې کمېشن يو مشر چارواکي خورشيد عالم د جولای په ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې د ځينو سياسي ګوندونو دا الزم بې ځايه دی چې ځينو ګوندونو ته ښې او ځينو ته کمې موقعې ورکړل شوې دي. ((د ټاکنو کمېشن پر حکومت زور راوړی چې امېدوارانو ته پرامنه ماحول برابر کړي. موږ کانديدانو ته هم ويلي چې په کوم ځای کې خطره وي هغلته دې خپل امنيتي تدابير زيات کړئ. نه غواړو چې څوک دا ووايي چې تعصب ورسره شوی دی.))

بې امني او د کانديدانو اندېښنې

ټاکنې د جولای په پنځه ويشتمه کېږي. تېره اونۍ د بلوچستان په مستونګ کې د امېدوار سراج رييساني د کمپاين پر يوې جلسې شوې حمله کې د هغه په شمول ۱۳۲ کسان ووژل شول. داعش وسله واله ډلې د دې حملې ذمه واري ومنله. د ټاکنو نړيوالو څارونکو د جولای په ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دې صوبې ته به د خراب امنيت له کبله خپل کسان ونه لېږي. د جولای په ۱۳مه په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند يو مشر هارون بلور د خوا او شا شلو ملګرو سره ووژل شو. تحريک طالبان پاکستان د دې بمي بريد زمه واري ومنله.

د عوامي نېشنل کوند غړي د سياستوال هارون بلور د وژنې خلاف مظاهره کوي
د عوامي نېشنل کوند غړي د سياستوال هارون بلور د وژنې خلاف مظاهره کوي

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشر مهدي حسن د جولای په ۱۷ مشال راډيو سره خبرو کې په دې اړه اندېښنه وښوده. ((په پاکستان کې د امن په حواله حالات ښه نه دي. د بې امنۍ له وجې ټولو سياسي ګوندونو ته د کمپاين يو شان موقعې نه دې برابرې. دا د انتخاباتو د قانون او بشري حقونو دواړه څخه سرغړونه ده. نګران حکومت بايد ټولو سياستوالو ته يو شان موقعې او امنيت برابر کړي.))

د مساوي موقعو نشتوالي تورونه او د ټاکنو کمېشن ځواب

نواز شريف او لور يې مريم نواز چې دا مهال د درغليوو په کېسونو کې په زندان کې دي، تر ګرفتارېدو مخکې د ځينو پوځي افسرانو نومونه اخيستې وو چې په وېنا يې د دوی د بريا مخنيوی او د مقابل لوري، د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند د کاميابولو هڅې کوي. پوځ دا دواړه تورونه بې ځايه بللي دي.

ځيني ګوندونه داسې هم دي چې د ايسټبليشمنټ سره نيزدي دي او ځيني نور داسې دي چې د ايسټبليشمنټ نه دې خوښ.
مهدي حسن

د تېرې اونۍ تر حملو وروسته عوامي نېشنل ګوند، مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ مشرانو په بېلابېلو خبري غونډو کې وويل چې پر دوی بريدونه او د نورو سياسي ګوندونو خوندي کمپاينونه په دې مانا دي چې راتلونکو ټاکنو کې د خاصو سياستوالو پر کامیابۍ کار کېږي.

خو د ټاکنو کمېشن چارواکي خورشيد عالم وويل چې دا هسې سياسي بيانونه دي. ((د انتخاباتو کمېشن مقصد د داسې يو ماحول برابرول دي چې ټول سياسي ګوندونه پکې په مساوي ډول خپل کمپاين وکړي. يو سياسي بيان وي او يو حقيقت. حقيقت دا دی چې ځينو کانديدانو ته ويل کېږي چې ځيني ځايونو کې د بې امنۍ امکان شته دی. که بيا هم هغه سياستوال هلته جلسه کول غواړي، هيڅوک يې نه منع کوي.))

د بشري حقونو نړيوالې ادارې هيومن رايټس واچ هم د جولای په ۱۷مه خپره کړې خبر پاڼه کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د شفافو ټاکنو يقيني کولو لپاره دې امنيت او ټولو سياستوالو ته يو شان موقعې برابرې کړي. په مرکز او صوبو کې د نګران حکومت چارواکو او د پوځ له خوا په بېلابېلو وختونو کې ورکړل شوو بيانونو کې ډاډ ورکړل شوی چې ټاکنې به په شفاف ډول کېږي.

XS
SM
MD
LG