د لاسرسي ځای

تازه خبر

'انتخابي کمپاین کې مسلیم لیګ ن ته خنډونه جوړېږي'


په پاکستان کې د جولايي ۲۵ مې ټولټاکنو لپاره انتخابي هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. کارپوهان وايي چې د هېواد په کچه اصل مقابله د مسلم ليګ نواز ډلې او تحريک انصاف ترمنځ ده. خو مسلم ليګ شکايت کوي چې د کمپاين لپاره ورته هغسې موقع نه ورکول کېږي لکه چې مخالفينو ته يې ترلاسه ده.

پروسږ کال (۲۰۱۷) په جولايي کې د پاکستان سپريم کورټ د مسلم ليګ مشر او د هېواد وزيراعظم نوازشريف د پاناما اسنادو په مقدمه کې نا اهله وګرځولی چې له دې سره د دې ګوند او عدالت ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه.

د عدالت په حکم د نوازشريف، د هغه د لور او زامنو پر ضد د احتساب قامي ادارې نېب مقدمې پیل کړې. په عين حال کې د مسلم ليګ نواز ډلې پنځه کلنه واکمني هم پای ته ورسېده او د نګران حکومت له جوړېدو سره سم په پاکستان کې د انتخابي هلې ځلې پیل شوې.

خو په دې دوران کې د مسلم ليګ يوشمېر مهم غړي په تحريک نصاف ګډ شول، د ځينو پرضد نېب دکرپشن مقدمې جوړې کړې، ځينو ته د نامزدګۍ کاغذونو په جمع کولو کې مشکلات رامنځ ته شول او دا رنګه درې ورځې وړاندې د مسلم ليګ پنجاب ځينو غړيو اخيستل شوي ټکټونه واپس کړل.

هم په دې تناظر کې د پاکستان يو خبريال او څېړونکی مرتضی سولنګي وايي چې په دا وروستيو کې رامنځ ته شوې ځينې پېښې دا په ګوته کوي، داسې يوه هڅه روانه ده چې په ټولټاکنو کې مسلم ليګ کاميابي ترلاسه نه کړي.

''د مسلم ليګ ن له خوا يو شمېر شکايتونه مخې ته راځي. ددې شکايتونو رخ د عدليې، د احتساب ادارې نېب او د سکيورټي اسټېبلشمنټ پر لور دی. د مسلم ليګ ن دې بيانيې ته مرسته ځکه ترلاسه کېږي چې ځينې داسې پېښې شوې دي چې پکې پر ميډيا او ورځپاڼو بنديز لګول شوی دی او داډول په انفرادي توګه پر خبريالانو حملې شوې دي. نو دا يو داسې حالت دی چې دا د ازادو او شفافو انتخاباتو ماحول نه دی. له دې سره دا خبره نوره هم پخېږي چې د انتخابي عمل ټول مقصد په پنجاب او وفاق کې مسلم ليګ نواز ډله له واکه محرومه کول دي.''

خو د انتخاباتو کميشن، نګران حکومت، پوځ او د احتساب ادارې پر مختلفو موقعو پر دې خبره ټينګار کړی چې دوی په انتخابي عمل کې لاسوهنه نه کوي او هڅه يې ده چې شفافې او ازادې ټاکنې ترسره شي.

خو له دې سره سره د پاکستان يو بل وتلی څېړونکی زاهد حسين بيا د مرتضی سولنګي له دې خبرې سره اتفاق نه کوي چې ګواکې جوړه شوې بيانيه د مسلم ليګ (ن) بيانيه ده.

''دا مسلم ليګ نواز بيانيه نه ده البته د نوازشريف بيانيه کېدلی شي. شهباز شريف هم خپله بيانيه لري چې وايي ملي حکومت به جوړوم او له ټولو سره به خبرې اترې کوم. نو د شهباز شريف خبره د نوازشريف له خبرې څخه بلکل مختلفه ده. داسې کسان شته چې فکر کوي چې د نوازشريف په نوم زيات ووټونه اخيستلی شي خو تر کومه ځايه چې د سياست خبره ده نو د هغو رسايي تر شهباز شريف پورې ده. په انتخاباتو کې چې څوک برخه اخلي په تېره بيا مسلم ليګ نواز ډله نو هغه د تصادم سياست کولی نشي دا ځکه چې دا دوی په سياسي کلچر او ګټه کې ده نه.''

البته د نظر د اختلاف باوجود دواړه کارپوهان په يوه خوله دي چې د نورو ګوندونو په مقابله کې مسلم ليګ نواز ډله د انتخابي مهم چلولو په حواله تر فشار لاندې ده.

نور ولولئ

پر مسلیم لیګ ن فشار دوام لري

د نواز شریف وکیل نور مقدمه نه چلوي

XS
SM
MD
LG