د لاسرسي ځای

تازه خبر

آيا د متحده مجلس عمل ټاکنو منشور پر حقیقت ولاړ دی؟


په متحده مجلس عمل کې يو لوی ګوند، جماعت اسلامي دی چې مشري يې سراج الحق کوي.
په متحده مجلس عمل کې يو لوی ګوند، جماعت اسلامي دی چې مشري يې سراج الحق کوي.

د څو مذهبي ګوندونو اتحاد، متحده مجلس عمل مشران وايي دوی د راتلونکو ټاکنو لپاره داسې پلانونه لري چې ورسره به له پاکستانه يو فلاحي رياست جوړ کړي.

د دې اتحاد يو او د جماعت اسلامي مشر، سراج الحق د جون په شپږمه مشال راډيو ته وويل چې دوی دولس نقاطه اعلان کړې دي او که په انتخاباتو کې بريالي شي نو په خپلو وعده به خامخا عمل کوي.

سراج الحق زياته کړه چې دوی به په پرمختيايي کارونو ډېره پاملرنه کوي. ((ډېمونه به جوړوو. په غريبو خلکو به ټيکسونه کموو. په مالدارو به یې زياتوو. موږ دا وعده هم کړې چې زموږ د حکومت لاندې پاکستان کې به اختيارات له لوړې کچې لاندې چارواکو ته ويشو. د بجلۍ بحران ختمولو لپاره هم پلان لرو.))

وعدې پوره کول خو ليري خبره ده ماته خو د دوی بريا هم يقيني نه ښکاري
سرفراز خان

جماعت اسلامي په تېرو څلورو کلونو کې په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف سره اتحادي او په حکومت کې وه. د متحده مجلس عمل يو بل غټ ګوند د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جماعت علمای اسلام (ف) دی چې په تېرو څلورو کلونو کې په مرکز کې د مسلم لېګ (ن) ګوند سره په شريک حکومت کې وو.

د دوی دې کارکردګۍ ته په کتو سره څيړونکي فکر کوي چې د سراج الحق خبرې تر ډېره د انتخاباتي کمپاين پر مهال کيدونکي وعدې دي چې ښايي وروسته يې عملي نه کړي. په پېښور کې کارپوه، ډاکټر سرفراز خان په همدې نظر دی. هغه دا هم وايي چې پخوا هم يو متحده مجلس عمل جوړ شوی وو چې له دې اوسني هغه ډېر مختلف وو.

د مولانا فضل الرحمان جماعت علما اسلام د متحده مجلس عمل لويه برخه ده
د مولانا فضل الرحمان جماعت علما اسلام د متحده مجلس عمل لويه برخه ده

نوموړی زياتوي: ((هغه پخوانی متحده مجلس عمل د هغه مهال پوځي آمري، جنرل پرويز مشرف په خوښه جوړ وو. د هغه ملاتړ ورسره وو ځکه خو يې ټاکنو کې ډېرې رايې وګټلې او حکومت يې کاوه. خو اوسني حالات بدل دي. ماته نه ښکاري چې دوی به ډېره کاميابي ترلاسه کړي.))

د اوسني متحده مجلس عمل مشر، مولانا فضل الرحمان دی. پخوانی هغه په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شوی وو چې په خېبر پښتونخوا کې يې د ټاکنو په ګټلو سره حکومت کاوه او په بلوچستان کې په اتحادي حکومت کې شامل وو. په ۲۰۰۵ کال کې دا اتحاد تقسيم او پکې شامل ټول ګوندونه د ۲۰۰۸ کال د ټاکنو پر مهال سره پر بېله بېله لار لاړل.

XS
SM
MD
LG