د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه والو د امنیتي سرتېرو د ډزو په غبرګون کې احتجاج کړی


په کورمه کې د پیر په ورځ د خپلو غوښتنو او امنیتي سرتېرو لخوا پر مظاهره چیانود ډزو په غبرګون کې د مرغې چینې، مسود اباد او میرو کڅۍ ولس په احتجاجي راوتلي دي.

احتجاجیانو په خوار کلي کې پر ټل -پاڼه چینار سړک له تړلو علاوه ګاډیو ته اور اچولی او یوه چېک پوسته هم ړنګه کړې ده.

د مرغې چینې یوه احتجاجی حاجي بهادر وايي، ترڅو چې د بجلۍ په لوډشیډینګ کې کمی، د امنیتي اهلکارانو برطرفي، د پېښې رڼې پلټنې، ګلاب ګل چېک پوسته ختمېدل، بندیان راخلاصول او پر مظاهره چیانو په ډزو کې ککړو امنیتي سرتېرو ته سزا نه وي ورکول شوې، خپل احتجاج نه پرېږدي.

یوه بل احتجاجي وویلي، تیره ورځ یې د بجلۍ لوډشیډنګ او پرچیک پوستو بې ځایه ځورولو پرضد چې کله احتجاج شروع کړ نو امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې چې پکې د دوی شپږ تنه سخت زخمیان شول.

د سیمې محمد انور خان وايي، که امنیتي چارواکیو له زغمه کار اخیستی وی او مذاکرات کړی وی نو عام خلک به نه ژوبل کېدل.

محمد انور خان وايي، احتجاج د هر وګړي حق دی خو دوی یې پرې نه ښودل او ډزې يې پرې وکړی چې دا ورباندې ظلم دی.

د کورمې انتظاميې یوه چارواکي نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وویل، امنیتی ځواکونو نېغ په نېغه نه بلکې بلوا شویو خلکو د شړلو لپاره هوايي ډزې کړې دي.

هغه زیاته کړه، احتجاج د خلکو حق دی خو که څوک سرکاري املاک ته نقصان رسوي نو دا به یو جرم ګڼل کېږي.

هغه دا هم وویل، له احتجاجیانو سره مذاکرات یې پیل کړی دی او بېګا شپه ناوخته احتجاجیانو له سړکه تر پاڅېدلو وروسته ټل پاڼه چینار مرکزي لار د هر قسمه تګ راتګ لپاره یو ځلې بیا خلاصه شوې ده.

نور ولولئ

''د کورمې او خوست ولسونو د خپلو غاړو حدود وټاکل''

بې کوره شوي کورمه وال وايي، جایدادونه یې لوټل شوي

XS
SM
MD
LG