د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د کورمې او خوست ولسونو د خپلو غاړو حدود وټاکل''


د کورمې او خوست قومي مشران په دوشنبه خپلو غاړو ته د خپلو ځمکو د پولو ټاکلو لپاره جرګه شوي ول. په جرګه کې له خوسته د ځاځيو او له کورمې د توريو، بنګښو او مليخېلو مشرانو ګډون کړی وو.

له کورمې د قامي اسمبلۍ غړی ساجد حسین توری چې یو د دغه جرګې له ګډونوالو وو د ګل په ورځ مشال راډیو ته وویل چې پاکستانیو او افغان چارواکو پر ډیورنډ کرښه له پرتوځايي ولسونو سره یوځای له لنډه غرې تر جنډو سره د کرښې جوتولو کار سرته رسولی دی.

نوموړی وايي، په هغه سیمو کې د دواړو لوریو چارواکیو له نقشو او جي پي اېس سسټمه کار اخیستی دی او د خپلو غاړو پولې یې ټاکلي دي.

ښاغلی توری زیاتوي چې په نورو ځایونو کې به هم له هغوی (افغان) سره په ګډه سروې کېږي او پوله به ټاکل کېږي.

د کورمه والو او خوستیو مشرانو جرګه
د کورمه والو او خوستیو مشرانو جرګه

د ځاځي میدان یوه مشر سید اصغر اکاخېل چې دغه جرګې ته ورغلی وو، مشال راډیو ته وویل، چې د تېرې اونۍ د نښتې مخنيوی بايد په دغسې جرګو وکړل شي.

دی زیاتوي: (موږ یو ولس یو او د دوو وروڼو ترمینځ مسلې مخې ته راځي نو موږ ته د جنګونه پرځای خپلې ټولې مسلې په خبرو هوارول پکار دي.)

نوموړي پر ډیورنډ کرښه د رامنځ ته شوې نښتې پرمهال د ځینو خلکو له خوا تبلیغات د دوو وروڼو ترمنځ د جګړې اور ته لمن وهنه وبلله. نوموړي وویل چې د نښتو پر مهال له دغه ډول دروغژنو تبلیغاتو باید ډډه وشي.

تېره اونۍ د خوست او کرمې په منځ کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان له خوا د اغزن تار لګولو پر مهال نښته وشوه چې پکې د پاکستانۍ اېف سي پنځه عسکر او د افغانستان دوه سرحدي عسکر وژل شوي ول.

اغزن تار د نښتې سبب
اغزن تار د نښتې سبب

د دواړو خواوو قومونو هم ټوپکونه راخيستې ول خو بيا يې د ځمکې پر سر د جنجالونو مخنيوي لپاره د جرګې کولو پرېکړه وکړه.

XS
SM
MD
LG