د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې کوره شوي کورمه وال وايي، جایدادونه یې لوټل شوي


د کرمیوالو د احتجاج پخوانی عکس
د کرمیوالو د احتجاج پخوانی عکس

د کورمې دې بې کوره کړل شوو خلکو مشال راډیو ته وویل، یو پلو یې کورونه او جایدادونه له منځه تللي دي او بل پلو له نورې نړۍ د دوی پر سر راتلونکې پیسې نور خلک اخلي.

د پاړه چنار د بې کوره کړل شوو خلکو د کمېټۍ مخکښ حاجي روح الله وویل، دوی له تېرو لس کالو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د در په دره ژوند تېروي.

ده وویل، “موږ لوټ شوي یو. موږ پنځوس کاله کاروبار کړی وو او یا موږ بچیو په بهر ملکونو کې مزدورۍ کړې وې هغه له موږ څخه لوټ شوې.”

حاجي روح الله وویل، “موږ دلته اوس کاروبار نه شو کولای. څوک رېړۍ چلوي، څوک په شپږ سوه مزدور دی او څوک سبزي خرڅوي. دا هغه خلک دي چې مخکې یې د غوړیو، وچو مېوو، غالیو او داسې نور کاروبارونه کول.”

د علاوالدین په نامه یو بل بې کوره کړل شوي کس وویل، که څوک دوی ته د رسېدلي تاوان حد نه مني نو دې عدالتي کمېشن ورته جوړ کړل شي چې هر څه په ډاګه شي.

نوموړي وویل، “د یو کروړ روپیو مې د دوایانو دوکان وو، درې مې کورونه ول چې ټول اوس قبضه دي او یو یې هوار کړی دی او د موټرو تمځی یې پرې جوړ کړی دی.”

منیر بنګش نومي بل کرمه وال مشال راډیو ته وویل چې دا د حکومت ذمه واري ده چې د دوي پر جایدادونو د قبضه کوونکو مخه ونیسي او دوي خپلو سیمو ته ستانه کړي او ور رسېدلی تاوان ورکړي.

منیر بنګش زیاته کړه، “حکومت یو پلو دعوی کوي چې امن یې راوستلی دی او بل پلو زموږ د ستنولو په اړه هېڅ خبره نه کوي. یا خو هلته امن نه شته او یا هم تر اوسه هلته اوس د حکومت واکمني نه ده قایمه.”

په ۲۰۰۷م کال کې بې کوره کړل شوي دې خلکو وویل، حکومت دې زر تر زره بې طرفه سروې وکړي او د هغه پر اساس دې دوی ته د رسېدلو تاوانونو ازاله وکړي.

XS
SM
MD
LG