د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایي څارنوالانو د جاسوسي په تور یوه روسۍ ښځه نیولې


امریکايي څارنوالانو په دې تور یوه روسۍ ښځه ګرفتاره کړې ده چې د امریکايي محافظه کارو سیاستوالانو او ډلو سره یې تعلقات جوړ کړي وو او تورنه کړې یې ده چې د روس د حکومت لپاره یې جاسوسي کوله.

د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د عدالتي کاروايي پر مهال څارنوالانو وویل چې ۲۹ کلنې ماریه بوتینه له امریکايي سیاستوالانو سره اړیکې جوړې کړی وی او هڅه یې کوله چې په امریکايي سیاسي تنظیمونو کې په تېره د نېشنل رایف ادراې چې د ټوپکو د حمایتي کمپاین یو تنظیم دی په خپل کار سره معلومات راغونډ کړي او په ماسکو کې یې یو لوړ پوړي چارواکي سره شریک کړي.

په بوتینا تور دې چې هغې په ۲۰۱۵م کال کې په یو ای میل کې د ټوپکو ایسوسي ایشن د امریکا د کانګریس د انتخاباتو تر ټولو لوی سپانسر بللی و او ویلي یې وو چې روس دې ورسره تعلقات جوړ کړي.

د بوتینا خلاف کېس په هیلسنکي کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه روسي سیال ولادمیر پوتین ترمنځ د سرمشریزې د اختتام څو ساعته وروسته اعلان شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG