د لاسرسي ځای

تازه خبر

قلعه عبدالله کې د اې اېن پي پر یوه ځايي مشر برید شوی


په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند یو غړی او پخوانی سېنېټر داود خان اڅکزی په ډزو کې ټپي شوی دی.

د مشال راډیو خبریال وايي، د قلعه عبدالله په پیر عليزيي سیمه کې بېګا شپه د انتخاباتي مهم پر مهال پر داود خان اڅکزي نا څرګنده وسله والو ډزې کړې چې پکې نوموړی پر لاس لګېدلی دی.

د جولای پر ۱۳مه په مستونګ کې د بلوچستان عوامي ګوند د انتخاباتي کیمپېن پر غونډه په حمله کې د دې ګوند امیدوار سراج ریساني په ګډون ۱۳۰ تنه وژل شوي او ۱۵۰ ژوبل دي. د نوموړي فاتحې لپاره د پاکستان نګران وزیراعظم ناصر الملک کوټې ته د سفر پر وخت ویلي چې د انتخاباتو پر مهال امیدوارانو ته امنیت ورکول یې لومړنۍ زمه واري ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG