د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې په جګړه کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي


د خوست چارواکي وايي، د ځاځي میدان ولسوالۍ په ځينو سيمو کې له سیمه والو او افغان ځواکونو سره په جګړه کې لس وسله وال وژل شوي دي.

د خوست د والي ویاند مشال راډیو ته وویل چې برید نن سهار (جولای ۱۵) څلور بجې پیل شوی او اوس هم روان دی.

طالب منګل وايي، وسله والو مخالفینو په پیل کې پر کلیوالو برید وکړ چې کلیوالو ورسره مقاومت کړی:

"د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې تر ۱۰ پورې وسله وال مخالفین وژل شوي، د سيمې درې تنه ولسي وګړي هم شهيدان شوي او يو بل ژوبل دى. سيمې ته نور امنيتي ځواکونه هم لېږدول شوي دي."

خو د ولایتي شورا غړی اصغر اکاخېل د وژل شویو کلیوالو شمېر څلور ښيې او زیاتوي چې پېښه په يوه غرنۍ سيمه کې شوې چې تګ راتګ ورته سخت کار دى.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG