د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې یو امریکايي عسکر وژل شوی


په افغانستان کې د ناټو پوځیانو عمليات.

په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي، د هېواد په ختیځ کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.

امریکايي پوځ د پنجشنبې پر ماښام په یوه بیان کې ویلي چې دا سرتېری پرون ژوبل شوی وو.

له دې پرته بیان نور معلومات نه دې ورکړي.

دا په یوه اوونۍ کې په افغانستان کې دویم امریکايي سرتېری دی چې وژل شوی.

تر دې مخکې د خالي پر ورځ امریکايي پوځ ویلي ول چې یو سرتېری یې د افغان عسکر په ډزو کې وژل شوي وو.

امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ زره پوځیان لري.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG