د خېبر پښتونخوا نګران حکومت په پېښور کې د ځانمرګي برید د پلټنو لپاره یو پنځه کسیزه ډله جوړه کړې ده.
د چارشنبې په شپه په یکه توت سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند په یوه غونډه په ترهګر برید کې د ګوند د یو مشر هارون بلور په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي او یو شمیر ټپیان شوي وو.
د دې برید ذمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.
د پاکستان د سرکاري میډیا تر مخه د چارشنبې په ورځ په پېښور کې د نګران وزیراعلا دوست محمد خان په مشرۍ په غونډه کې د امنیتي وضعې جاج واخستل شو او د صوبې لپاره یو امنیتي پلان هم منظور کړل شو.
د یادونې وړ ده چې عوامي نېشنل ګوند د پېښې وروسته د دریو ورځو د ویر اعلان کړی دی او خپلې انتخاباتي هلې ځلې يې ودرولی دی.