د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هارون بلور پر وژنه اې اېن پي درې ورځنی ویر اعلان کړ


هارون بلور
هارون بلور

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د خپل ګوند پر غړیو غږ کړی دی چې تر درېوو ورځو دې د هارون بلور او له هغه سره د وژل شویو نورو کسانو پر مړینه ویر وکړي.

نوموړي ویلي چې په دا درېوو ورځو کې به عوامي نېشنل ګوند هېڅ ډول انتخاباتي هلې ځلې نه کوي.

نوموړي دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ په پېښور کې خبریالانو ته په وینا کې کړې دي.

هغه د اې اېن پي پر ټولو غړیو غږ وکړ چې پر خپلو کورونو او دوکانونو دې تورې جنډۍ ولګوي او تورې څیرې (پټۍ) دې وتړي.

اسفندیار خان وویل، (تر درو ورځو دې د ګوند غړي هېڅ ډول سیاسي فعالیت نه کوي او له درو ورځو وروسته به بیا نوره تګلاره جوړوي. “

اسفندیار ولي خان د سېشنبې په ماښام پر هارون بلور شوي برید ته په اشاره وویل، په داسې کړنو یې هېڅوک هم له انتخاباتو نه شي ګرځولای.

هغه وویل، “یوه خبره زه په ډاګه کوم او هغه دا چې موږ په هېڅ صورت میدان نه پرېږدو. هر څوک چې داسې حربې استعمالوي هغوی دې استعمال کړي خو که کله صبر تمام شو نو دا به د دې ملک او د دې نظام په ګټه نه وي. “

اسفندیار ولي خان وویل، د بلور کورنۍ ځکه په نښه کېږي چې د ده په وینا تر څو چې بلور کورنۍ وي تر هغه وخت څوک پر پېښور قبضه نه شي کولای.

د یادونې وړ ده چې د هارون بلور پلار بشیر بلور د ۲۰۱۲م کال د ډسمبر پر ۲۲مه په ورته برید کې وژل شوی وو چې بیا یې زمه واري پاکستانیو طالبانو منلې وه.

اړوند مطالب

پېښور کې ځانمرګي بريد د هارون بلور په ګډون ۲۰ کسان وژلي

پر هارون بلور برید: مړه ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي

XS
SM
MD
LG