د لاسرسي ځای

تازه خبر

جهانګیري: ایران به هر څومره چې ممکنه وي تېل وپلوري


د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري.
د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري.

یو لوړ پوړي ایراني چارواکي ویلي، سره له دې چې د امریکا نوې بندیزونه به د ایران اقتصاد زیانمن کړي خو هېواد به یې هرومرو تېل وپلوري.

د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري د سېشنبې په ورځ وویل، واشنګټن هڅه کوي چې د ایران د تیلو او اوسپنې برامدولو مخه ونیسي او د ایران د بندرونو په لار کې خلل پیدا کړي.

د فارس خبري اژانس د جهانګیري له خواو یلي، سږکال به امریکایانو ته وښیي چې د ایران د تېلو پلورلو مخه نه شي نیولی.

ایران چې د اوپېک (د تیلو برامدولو هېوادونو سازمان) غړیتوب لري د تېلو پلورلو د کرنسۍ مهمه سرچینه ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مې په میاشت کې اعلان وکړ چې له ایران سره له اټومي تړونه وځي او پر دې هېواد بیرته بندېزونه لګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG