د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي کې د افغانستان په اړه د اسلامي عالمانو غونډه پیل شوه


په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي عالمانو غونډه پیل شوه.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې په غونډه کې به پر وسله‌والو طالبانو غږ وشي چې ژر تر ژره او مخامخ د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرو ته کېني.

د دې شورا ویاند، سید احسان طاهري نن پر فېس‌بوک لیکلي چې د سعودي عربستان په جده ښار کې د دیني عالمانو غونډه په سيمه‌ییز وخت د سهار په لس بجو پیل شوې ده.

په جده کې په نننۍ غونډه کې د افغانستان او نورو ۳۷ اسلامي هېوادونو معتبر عالمان برخه لري.

د غونډې ګډونوال به سبا په مکه المکرمه کې سره ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG