د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسود په وژنه تورن راو انوار د ضمانت اورېدنه بیا پیل شوه


نقیب الله مسود او د هغه په وژنه تورن پخوانی پولیس افسر راو انوار
نقیب الله مسود او د هغه په وژنه تورن پخوانی پولیس افسر راو انوار

نن د جولای پر څلورمه د کراچۍ په ترهګرۍ ضد عدالت کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود په وژنه تورن د پخواني پولیس افسر راو انوار د ضمانت درخواست اورېدنه بیا پیل شوه.

د راو انوار او له هغه سره د نورو ۱۱ اهلکارانو خلاف د ترهګرۍ ضد عدالت کې د نقیب الله مسود او درېوو نورو کسانو د مبینه وژنې په تړاو کېس روان دی چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په ملیر کې د اداعاو له مخې د پولیسو په یوه جعلي مقابله کې وژل شوي ول.

د شورو په ورځ د مقدمې اورېدنې په وخت راو انور عدالت ته حاضر شو.

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې په دغه موقع د راو انوار یو وکیل عامر منصوب قریشي وویل چې انوار د پولیس مقابلې په وخت نه و موجود او نه هم د نقیب الله مسود په نیولو یا وژلو ککړ دی.

د نقیب الله مسود د وکیلانو ډلې یوه وکیل جبران ناصر د شورو په ورځ مشال ریډيو ته وویل د زیارت په ورځ به د راو انوار د دلایلو خلاف خپل دلیلونه ورکوي.

(د راو انوار وکیل شا او خوا درې ګنټې دلیلونه وویل. کېس تر سبا ځنډول شوی. موږ به سبا خپل دلیلونه ورکوو. د دوی په ټولو دلیلونو کې د هغو ټولو پولیس افسرانو چې د راو انوار خلاف یې جي ای ټي تیاره کړې وه او چې په ګډه پلټينزه ډله کې د پاکستان چیف جسټس په حکم شامل شول، کردار کشي وشوه. پر هغوی تور ولګول شو چې له راو انوار سره شخصي دښمنې لري. د دې دا مانا ده چې دوی د پاکستان سپریم کورټ د فیصلو باوریتوب تر پوښتنې لاندې راولي. بله دا چې معمولاً داسې کېږي چې راو انوار عدالت ته داسې داخلېږي لکه چې د سیند پولیسو مشر وي. نه ورته زولنې/هتکړۍ لګېدلې وي او نه یې د جېل وردي اچولې وي. هم د دغه کېس باقي ملزمان داسې وي لکه عادي ملزمان وي.))

تر دې مخکې سیند های کورټ هم د جیل له انتظامیې غوښتنه کړې وه چې د جولاۍ تر دوېمې دې یو رپورټ وړاندې کړي چې ولې د راو انوار کور د هغه لپاره وړوکی زندان یا سب جېل ګرځول شوی دی.

نقیب الله مسود د روان کال د جنورۍ پر درېیمه نېټه په کراچۍ کې تښتول شوی وو او پر ۱۳مه یې مړی ومیندل شو.

د سيند حکومت لخوا جوړې پلټنېزې کمېټۍ راو انوار د نقيب مسود په وژنه تورن کړی وو خو هغه تر اوږد فراريتوب وروسته ځان حکومت ته حواله کړ.

د نقيب مسود د وژنې په اړه په ټول پاکستان کې احتجاجونه شوي وو.

دا پېښه د پښتون ژغورنې په نوم د یو غورځنګ جوړیدلو سبب شو چې د نورو مطالبو ترڅنګ له قانون سره سم راو انوار ته د سزا غوښتنه هم کوي.

د راو انوار د ضمانت درخواست اورېدنه د جون پر ۱۴مه ځنډول شوې وه.

په تېره اورېدنه کې هم راو انوار د خپلې بې ګناهۍ دریځ وړاندې کړی و.

په دې اړه نور رپورټونه په لاندې لینګ کې کتلای شئ.

https://www.mashaalradio.com/a/29194340.html

https://www.mashaalradio.com/a/29183644.html

https://www.mashaalradio.com/a/29167419.html

https://www.mashaalradio.com/a/29120243.html

XS
SM
MD
LG