د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت راو انوار ته په جېل کې د بي کلاس ورکولو درخواست ومانه


راو انوار باندې تور دی چې نقیب مسود یې په جعلي پولیس مقابله کې وژلی دی.
راو انوار باندې تور دی چې نقیب مسود یې په جعلي پولیس مقابله کې وژلی دی.

پراګ ـ د خالي پر ورځ په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود د مقدمې اوریدنه وکړه چې پکې د نوموړي په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار لخوا هغه ته د بي کلاس جیل سهولتونو ورکولو درخاست ومنل شو.

دې اوریدنې ته راو انوار هم حاضر کړل شوی وو، یاد عدالت په دغه موقع وویل چې خپله فېصله به د سند های کورټ له فېصلې وروسته اوروي او بله اوریدنه به د روانې میاشتې په څوارلسمه کوي.

د نقیب مسود یو وکیل شریف کاکړ د ترهګرۍ ضد عدالت لخوا د راو انوار لپاره په جیل کې د بي کلاس منظورولو په اړه تېر ماښام مشال رېډیو ته وویل، که څه هم په قانون کې دا سهولت شته خو دوی به یې په عدالت کې چېلنج کوي.

نوموړی وايي:

((د پولیس د پخواني اعلا چارواکي په حېث راو انوار دا حق لري چې په جېل کې د بي کلاس لپاره درخاست وکړي او د ترهګرۍ ضد عدالت د قانون تر مخه دا اختتار لري چې درخاست یې منظور کړي. دا قانون د پیرنګیانو له وخت راهیسې موجود دی چې پکې سیاسي قیدیانو، پروفېسرانو، ډاکټرانو او یا بل کوم داسې اعلا چارواکي ته په جېل کې بي کلاس ورکول کېدی شي. خو زمونږ په اند راو انوار ته دا ورکول نه وو پکار او پر ضد به یې عدالت ته رجوع کوو.))

پولیس وايي له راوانوار سره د قانون مطابق چلند کېږي

پلټینزه ډله: نقیب مسید بې ګناه او راو انوار یې د قتل ذمه وار

د نقیب مسود په وژنه تورن راو انوار جېل ته ولېږل شو

د راو انور نيونه او د نقيب مسود د وژنې په قضيه کې ممکنه خنډونه؟

دا چې په جېل کې بي کلاس څه معنا لري یعنې د عام قېدي او بي کلاس د یو قېدي څه فرق وي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې شریف کاکړ وايي:

((د بي کلاس قېدي ته د نورو قېدیانو پر تله زیات سهولیات ورکول کېږي. یعنې دی جدا کمره لري، چې پکې ځان ته ټټۍ یا بېت الخلا وي. ده ته ټي وي او اخبارونه ورکول کېږي، یعنې رسنیو ته لاس رسی لري. خوراک یې هم له نورو قېدیانو بدل وي او نور سهولتونه هم کیدی شي.))

د وزیرستانی ځوان نقیب مسود مړی د تېرې جنورۍ په دیارلسمه په کراچۍ کې موندل شوی وو او د هغه وخت د ملیر ضلعې د پولیسو مشر راو انوار ادعا کړې وه چې نقیب مسود او د هغه نور ترهګر ملګري په پولیس مقابله کې وژل شوي دي. خو وروسته د پولیسو تحقیقاتو ثابته کړه چې نقیب مسود ترهګر نه وو او بې ګناه وژل شوی دی.

د یوې عدالتي فېصلې ترمخه د راو انوار لپاره خپل کور یو وړوکی زندان یا سب جېل ګرځول شوی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG