د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کنېډي: ولادیمیر پوتین د باور سړی نه دی


د امریکا د سېنټ غړي جان کنېډي.
د امریکا د سېنټ غړي جان کنېډي.

د امریکا د سېنټ غړي جان کنېډي ویلي، د روس پر ولسشمر ولادیمیر پوتین باور نه شي کېدلای.

د رپبلیکن ګوند سېنېټر جان کنېډي زیاته کړې چې د ده په وینا، له روس سره روابط لرل داسې دي لکه له مافیا سره روابط درلودل.

دا له تر هغه وروسته ده چې سنټر جان کنېډي تېره اونۍ د کانګریس له یو پلاوي سره روس ته تللی وو.

نوموړي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، روسي حکومت ته یې خبرداری ورکړی چې د امریکا په انتخاباتو کې ګوتې و نه وهي.

د ده په وینا، سېنېټرانو روسیانو ته خبرداری ورکړ که یې په نومبر کې د امریکا په ټاکنو کې مداخلت وکړ نو قانون جوړونکي به تر اوسنیو زیات سخت بندیزونه پرې ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG