د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیا بهرنیو چارو وزیر استعفا کړې ده


د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن.

د برتانیا بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن له خپلې دندې استعفا کړې ده چې ورسره د وزیراعظمې تېریزا مې په حکومت کې ګډوډي زیاته شوې ده.

ډاوننګ سټریټ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن استعفا کړې ده.

دا له هغه څو ساعته وروسته وه چې له اروپايي ټولنې د وتلو د چارو پرمخ وړونکي لوړپوړي چارواکي ډېوډ ډېوس هم د دوشنبې په ورځ له خپلې دندې لاس واخیست.

نوموړي په خپله استعفا کې له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه د وزیراعظمې تریزا مې پر هغ تړون کلکې نیوکې کړې وې چې نوموړې ډېر په ګرانه له لوړپوړو وزیرانو ترلاسه کړی وو.

دې استعفاګانو د تېریزا مې وار له مخه په کمزوري حالت کې ولاړ حکومت لا له بې باروۍ سره مخامخ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG