د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د ووټ ورکولو ۳۹ مرکزونه له امنیتي پلوه حساس دي


د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي په کورمه کې ۳۹ پولينګ سټېشنونه د امنيت له لحاضه حساس ګرځول شوي دي. په کورمه کې د دې کمېشن يو چارواکي نصرالله خان د جولايي په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې په دوی کې ډېری پولينګ سټېشنونه په پنځه څلوېښتمې حلقه کې دي او د ترهګرۍ خطر ورته پېښ دی.

خو هغه زياته کړه چې د رايه اچوونکو خوندي ساتلو لپاره يې د امنيتي ادارو سره پر يو پلان کار کړی دی او دلته به امنيتي ځواکونو دوامداره ګزمې کوي. پاکستان کې ټاکنې د د جولای پر ۲۵مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG