د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیل کرزی: په کوېت کې د افغانستان پر حالاتو ګټورې خبرې وشوې


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې په کوېت کې یې له چارواکو سره ګټه وري خبرې کړې دی.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عرب د افغانستان د سولې په اړه د دیني عالمانو غونډې ته تیاري نیسي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي د جمعې پر ورځ په ټویټر ولیکل چې په کوېت کې له چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو ږغېدلي او د روغتیا، تعليم او توانايې په برخه کې یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

حکمت خلیل کرزی په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې کوېت به ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت هم پرانیزي.

د کوېت ګاونډی هېواد ، سعودي عرب به روانه اونۍ د دیني عالمانو د غونډې کوربه وي چې د افغانستان پر سوله به خبرې په کې وشي. ددې غونډې دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG